ژبه

قزاقستان افغانستان کې د کانونو، سوداګرۍ او اوسپنې پټلۍ برخو کې همکارۍ ته چمتووالی وښود

احمد صهیب حسرت

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۳۸

Views: ۲

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د قزاقستان د لومړي وزير مرستیال د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې هرات ولایت ته د قزاقي اوړو د صادراتو د ترانسپورټ په برخه کې سب‌سایډي ورکړي او په کابل کې به د قزاقستاني درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه هم پرانیزي.

 د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د قزاقستان د لومړي وزير له مرستیال او د اقتصاد له وزیر، سیریک ژومان ګارین سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې، د قزاقستان د لومړي وزير مرستیال خوښي څرګنده کړه چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

 هغه ویلي، چمتو دي چې هرات ولایت ته د قزاقي اوړو د صادراتو د ترانسپورټ په برخه کې سب‌سایډي ورکړي او په کابل کې د قزاقستاني درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي.

ژومانګارین زیاته کړې: «د مالي اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره د افغانستان بانک او غضنفر بانک کې د خپلو حسابونو پرانیستلو، په افغانستان کې د بېلابېلو کانونو، په ځانګړي ډول د کرومایټ او زینک ډبرو د اکتشاف او استخراج، کیمیاوي سرې تولید او د دې ترڅنګ د مزارشریف – هرات- کندهار – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ شبکې د جوړولو په برخه کې عملي همکاریو ته چمتو دي.»

اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې لیدنې پرمهال قزاقي لوري د افغانستان خوراکي توکو د صادراتو زیاتوالي ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره به پر افغاني توکو مالیې راټیټې کړي.

سرچینه زیاتوي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له قزاقي لوري مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په یادو برخو کې به د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې ورسره ګډ کار او همکاري وکړي.