ژبه

افغانستان او قزاقستان درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ پر لوړولو ټینګار وکړ

ویدا قلندري

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۹

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان چارواکو په کابل کې د افغان – قزاق سوداګریزې مجمع په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې د لوړولو، اقتصادي همکاریو پراختیا، د ترانزیټ پیاوړتیا او د متقابلو پانګونو لپاره د لا ډېرو زمینو برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه مجمع چې نندارتون او سوداګریزې ناستې په کې شاملې دي، نن په کابل کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژونمانګارین، د اسلامي امارت د مسوولینو او د قزاقستان د سکتوري خونو د مسوولینو، د سکتوري ادارو د یو شمېر مرستیالانو، د اقتصادي بنسټونو د مسوولینو او د دغه هېواد د خصوصي سکتور د مخکښو استازو په ګډون ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو ناستو او نندارتونونو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي حضور د دواړو هېوادونو د قوي ارادې نښه بللې چې غواړي اقتصادي، سوداګریزې او د پانګونې همکارۍ پراخې او د دواړو لورو دوستانه اړیکې لا پیاوړې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړې چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې شاوخوا ۱۰۰ سلنه او د تېر کال په پرتله نږدې ۴۱ سلنه لوړه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، عزیزي د همکاریو د نقشې د لاسلیک او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې درې میلیارد ډالرو ته د لوړولو هدف ته په اشارې ویلي، دا هدف واقع‌بینانه او د ترلاسه کېدو وړ دی، خو د رسېدو لپاره یې لا ډېرو هڅو، د اسانتیاوو برابرولو، د بانکي همکاریو پراختیا، د ترانزیټ او ټرانسپورټ پیاوړتیا او د متقابلو پانګونو لپاره د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کولو ته اړتیا ده.

نورالدین عزیزي په افغانستان کې د کرنې، سوداګرۍ، پروسس‌کوونکو صنعتونو، کانونو، ترانزیټ، لوژستیک او انرژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې، له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

عزیزي د نن ورځې نندارتون او د دواړو هېوادونو سوداګریزې ناستې د نویو شراکتونو د رامنځته کولو، د محصولاتو د معرفي کولو، د تجربو د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ارزښتناک فرصت بللی دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې د نن ورځې ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا او د اسیایي هېوادونو ترمنځ د نښلوونکي محور په توګه د مطرح کېدو لازمه وړتیا ملري.

ده ټینګار کړی چې قزاقستان په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دواړو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو نندارتون په بېلابېلو سکتورونو کې په ۵۰ غرفو کې د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی.