جلالاباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر زابلي نن (د وږي لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار ولايت د درهنور ولسوالۍ په کندک کلي کې پر يوه موټر باندې يوه زاړه ماین چاودنه کړې ده.
هغه زياته کړه، د موټر سپرلي ټول د نورستان ولايت اوسېدونکي او د مدرسې استادان او شاګردان دي.
د زابلي په وينا، یاده چاودنه کې د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د استادانو په شمول څلور کسان ټپيان دي.
هغه وویل، یاد استادان او شاګردان له نورستان څخه د ننګرهار درهنور ولسوالۍ ته د ديني زدهکړو لپاره راغلي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن