Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چرګانو روزنې يو فارم جوړ شو

جلال‌اباد (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): ننګرهار کې د يوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چرګانو د روزنې يو ستر فارم جوړ او پرانیستل شو.

د معلوماتو له مخې، دا فارم په ورځني ډول د ۳۰ زره چرګوړو د تولید وړتیا لري.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري دا کار په هېواد کې د چرګانو د روزنې صنعت برخه کې يو ستر ګام ياد کړ.

هغه په هېواد او بهر کې پر پانګه‌والو غږ وکړ چې په خپل وطن کې پانګه‌ونه وکړي، حکومت ورسره بشپړ همکار دی چې له دې سره به يې مال زيات او هېوادوالو ته به هم د کار زمينه برابره شي.

ورته مهال، د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن کظیم وويل، دوی «انصاف کوثر شرکت» ته د هډې فارم په دويم بلاک کې ۱۶ جريب ځمکه د چرګانو روزنې فارم جوړولو لپاره په اوږدمهاله قرارداد ورکړې چې د هغوی کاري حجم ته په کتلو به نوره ځمکه هم ورکړل شي.

هغه زياته کړه، دا لومړنی شرکت دی چې د چرګانو توليد او روزنې برخه کې بشپړ چمتووالی لري او له دې سره به په هېواد کې د نورو فارمونو ستونزه هم حل شي.

«د انصاف کوثر شرکت» عمومي مدير زلمي قريشي وويل چې د پنځوس ميليون افغانيو په مالي لګښت يې پر ۱۶ جريبه ځمکه باندې درې ځایونه جوړ کړي چې هر یو د لس زره چرګانو ساتنې ظرفيت لري او ډېر ژر به دوه نور ورته ځایونه هم جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، په دغه فارم کې هګۍ، يو ورځني چرګوړي او غوښین چرګان توليد او روزل کېږي چې ورځنی توليد به يې دېرش زره چرګوړي وي.

د هغه په وينا په دغه فارم کې په ټولیزه توګه ۱۲۰ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې او په نږدې ورځو کې به تولید هم پيل کړي.

د يادونې ده، په ننګرهار ولايت کې د چرګانو توليد دوه زره فارمونه دي چې هره ورځ ترې تر ۱۵۰ زره غوښین چرګان بازار ته عرضه کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.