Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان استقلال فوټبال لوبډلې خپله دوستانه لوبه ازبکستان ته وبایلله

مزارشریف (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان فاریاب ولایت استقلال فوټبال لوبډلې خپله دوستانه لوبه د ازبکستان سرخان‌دریا ولایت قزریق لوبډلې ته دوه - صفر وبایلله.

د افغانستان فاریاب ولایت استقلال فوټبال لوبډلې پرون ماښام د وږي په څلورمه د ازبکستان سرخان‌دریا قزریق لوبډلې سره د دغه هېواد په ترمذ ښار کې دوستانه لوبه ترسره کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اجرایې هیأت غړي عبدالحق فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه دوستانه لوبه پرون ماښام شپږ بجې د ازبکستان هېواد په ترمذ ښار کې ترسره شوه.

نوموړي د دغو لوبو د ترسراوی موخه د ورزشکارانو د استعدادونو وده او له بهرنیو لوبغاړو سره د هغوی بلدتیا په ګوته کړه.

هغه زیاتوي چې په یاده سیالي کې د ازبکستان هېواد سرخان‌دریا قزریق لوبډلې د افغانستان فاریاب ولایت استقلال لوبډلې ته دوه - صفر ماتې ورکړه.

په همدې حال د ازبکستان هېواد د سرخان‌دریا ولایت د ورزش مسوول سنجر شاه‌مرادووف د دغه لوبو ترسره کول د دواړو هېوادو د اړیکو په پراختیا کې مهم بولي.

دغه راز، د ازبکستان ترمذ ښار کې د افغانستان سرپرست قونسل محمدادریس زرشویي هم د دغه ډول لوبو ترسراوی د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو په ټنګښت او دوام کې ګټور ګام یاد کړ.

بلخوا، د دې سیالي لوبغاړي بیا د دغه ډول لوبو ترسره کول د ورزش او ورزشکارانو د استعدادونو د ودې لپاره مهم ګڼي.

د افغانستان فاریاب ولایت استقلال فوټبال لوبډلې یوه لوبغاړي حبیب شریف پژواک ته وویل، د دغه ډول لوبو ترسره کول مرسته کوي څو ورزشکاران وده او پرمختګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ازبکستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې ته له ماتې وروسته د مرکزي اسیا یا کافا ملتونو جام اتلولي خپله کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.