کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي چي په هلمند، فراه، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ۷۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هلمند د والي یاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په خانشین ولسوالۍ کې له زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغهراز، د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د یاد ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې له ۴۹۷۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې له ۵۱۹ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
له بلې خوا، د لوګر ولایت د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند صبغتالله نایبخیل هم وایي چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې له ۱۲۳۳ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته شوې ده.
یاد مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته وېشل شوي او هرې کورنۍ ته بېلابېل خوراکي توکي ورکړل شوي دي.