ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې سږ کال د انګورو حاصلات دوه برابره ډېر شوي

بلخ کې سږ کال د انګورو حاصلات دوه برابره ډېر شوي

author avatar
28 Aug 2024 - 15:02
بلخ کې سږ کال د انګورو حاصلات دوه برابره ډېر شوي
author avatar
28 Aug 2024 - 15:02

مزارشریف (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د بلخ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات تر شاوخوا ۳۴ زره ټنه پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښيي.

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په دولت‌اباد، بلخ، شولګره، چهاربولک، دهدادي، کلدار، شورتيپې او نهرشاهي ولسواليو کې پر ۳۴۷۰ هکټار ځمکه د انګورو بڼونه جوړ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال له هر هکټار بڼه لږ تر لږه څلور ټنه حاصل راټولېده خو سږ کال د ډېرو بارانونو او مناسبې هوا له امله به د دغو حاصلاتو کچه له ۸ تر ۱۰ ټنو پورې ورسېږي.

هغه زیاتوي چې د دغه ریاست د اټکل له مخې، سږ کال به په ټوله کې له ۳۴۷۰ هکټاره بڼونو شاوخوا ۳۴ زره ټنه انګور راټول شي.

عظیمي دغه راز بڼوالو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي او وایي، ځیني همکارې موسسې هڅه کوي له بڼوالو سره د پرمختللې باغدارۍ او بڼونو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

که څه هم د انګورو حاصلاتو ډېرېدل په بڼوالو کې هیله‌مندي ډېره کړې خو بیا هم د ملاتړ غوښتنه کوي.

باغ‌لرونکي وايي، د کرنې ریاست له نورو بنسټونو سره په همغږۍ باید د کرنیزو محصولاتو ډېرېدو په موخه د کیمیاوي سرې او درملو وېشلو لړۍ پیل کړي.

د بلخ ولسوالۍ یوه بڼوال دُرمحمد پژواک ته وویل چې له شلو کلونو راهیسې پر بڼوالۍ بوخت دی او سږ کال د انګورو له حاصلاتو ډېر راضي دی.

نوموړی زیاتوي، سږ کال موسمي بارانونه او مناسبه هوا د دې لامل شوي چې د انګورو حاصلات دوه برابره ډېر شي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې د کیمیاوي سرې، سمنټي پایو او درملو برخه کې مرسته وکړي څو راتلونکي کال ته یې حاصلات تر دې هم ډېر شي.

محمدصابر چې په دهدادي ولسوالۍ کې پر ۲۷ جریب ځمکه د انګورو بڼ لري، وايي چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال حاصلات ښه دي خو له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.

نوموړی زياتوي: «حکومت دې د بازارموندنې ترڅنګ د بڼونو جوړولو، سمنټي پایو، د کیمیاوي سرې او درملو وېش برخه کې زموږ سره مرستې وکړي؛ ځکه ډېری بڼوال یې د پېرلو توان نه لري.»

هغه دغه راز وایي، دوی هر کال د چیلو جوړولو لپاره اړ دي د شاوخوا پنځوس زره افغانیو په لګښت لرګي واخلي خو که سمنټي پایې ورکړل شي له دغه لګښته به خلاص شي.

د یادونې ده، دا مهال د بلخ په اتو ولسوالیو کې د تايپي، تور، پاچايي، حسیني، کشمشي او کېلک عروس په نومونو د انکور شپږ ډوله تاکونه شته چې حاصلات یې د هېواد د ګڼو ولایتونو سربېره بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.