ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپیان دي

غزني کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپیان دي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ ترافیکي پېښه نن د غزني ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل ته څېرمه د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.

دغه راز، سرحدي زیاتوي چې دویمه ترافیکي پېښه د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د غزني - پکتیا پر لویه د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له المه شوې ده.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې درې کسان ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې د یادو پېښو ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د پېښو رامنځته کېدو علت د چلوونکو بې‌احتیاطي ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.