ګردېز (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د پکتيا د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند په شاهيکوټ دره کې د لومړي ځل لپاره د شاعرانو، حکومتي مسوولینو او عامو خلکو په ګډون یوه لویه مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره پرون له غرمې وروسته د پکتيا ملي راډيو ټلوېزون په نوښت جوړه شوې وه.

د مشاعرې پرانیستونکي وينا کې د حج او اوقافو وزارت مرستيال عزیزالرحمن منصور وويل، له امریکايي ځواکونو سره لومړۍ مخامخ جګړه او جهاد په دې دره کې پيل شول.

هغه زیاته کړه: «د شاهيکوټ له درې نه يوازې پر روسي ځواکونو بريدونه شوي، بلکې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو له راتګ وروسته د يادو ځواکونو پر وړاندې لومړی مخامخ جګړه په همدې دره کې ترسره شوې، له همدې امله دا دره بايد د يوه تاريخي ځای په توګه ثبت شي.»

د نوموړي په خبره، لومړی ځل دی چې په شاهيکوټ دره کې دا ډول مشاعره ترسره کېږي او ګڼ شمېر مسوولين او خلک په کې ګډون کوي.

دغه راز، د یادې مشاعرې یوه ګډونوال او شاعر حبیبالله محمدي پژواک ته وویل چې دغه ډول مشاعرې د خلکو ترمنځ د یووالي لپاره خورا مهمې دي.

هغه زیاته کړه: «دغه ډول مشاعرې د شعري ذوق پاللو او د خلکو ترمنځ د فاصلو کمولو لپاره مهمې دي.»

په ياده مشاعره کې د يو شمېر شاعرانو له خوا شاهيکوټ سيمې ته ليکل شوي شعرونه هم ولوستل شول او د دې سيمې د سخت او پېچلي جغرافیايي جوړښت او دنګو غرونو يادونه په کې شوې وه.

ترانه ویونکو هم د شاهيکوټ په ځانګړې مشاعره کې خپلې حماسي او وطني ترانې زمزمه کړې.

د شاهيکوټ مشاعره کې يو شمېر شاعرانو بيا له مسوولينو غوښتنه وکړه چې په ياده دره کې دې هر کال په رسمي توګه دا ډول مشاعرې جوړه کړي.