Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د یوه بس چپه کېدو پېښه؛ اووه کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو په میسیسیپي ایالت کې د یوه بس موټر چپه کېدو پېښه کې اووه کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د امریکا غږ راپور له مخې، دغه مسافر وړونکی بس د تخنیکي ستونزې له امله له دې پېښې سره مخ شوی دی.

سرچینې لیکلي چې په پېښه کې شپږ سپرلي ځای پر ځای مړه شوي او یوه بل په روغتون کې ساه ورکړه.

په راپور کې راغلي چې د پېښې له ځایه ۳۷ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د بس اړوند شرکت مسوولینو ویلي چې له شلو کلونو راهیسې د متحده ایالتونو او مکسیکو ترمنځ د مسافرو د لېږد رالېږد تجربه لري، بسونه یې نوي دي او هره ورځ له تخنیکي اړخه چک کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.