ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د سترګو څه باندې ۴۰۰ وړیا عملیات ترسره شول

فراه کې د سترګو څه باندې ۴۰۰ وړیا عملیات ترسره شول

author avatar
2 Sep 2024 - 16:18
فراه کې د سترګو څه باندې ۴۰۰ وړیا عملیات ترسره شول
author avatar
2 Sep 2024 - 16:18

فراه ښار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): د فراه عامې روغتیا ریاست وايي چې په تېرو لسو ورځو کې په دغه ولایت کې د سترګو ۴۳۱ وړیا عملیات ترسره شوي دي.

د فراه عامې روغتیا رییس مولوي احسان‌الله شاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې لس ورځې مخکې له کابل څخه د سترګو د ډاکټرانو یوه پلاوي دغه ولایت ته سفر کړی دی.

هغه وايي چې یادو ډاکټرانو په دغه موده کې ۴۰۶ د سترګو د پردې او ۲۵ نور د سترګو وړیا عملیات ترسره کړي دي.

ده وویل چې دغو ډاکټرانو د مرکز او ولسوالیو د ۴۱۶۳ ناروغانو د سترګو معاینات کړي او درمل یې ورکړي دي.

د نوموړي په وینا، د ډاکټرانو یادې ډلې ۷۰۰ ناروغانو ته عینکې هم وېشلې دي څو د سترګو د لیدلو ستونزه یې هواره شي.

بل لورته ناروغان هم دې وړیا درملنې ته خوښ دي.

په دې اړه د فراه د مرکز څلورمې ناحیې اوسېدونکې آمنې پژواک ته وویل: «هو ما خپلې سترګې عملیات کړې، زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی، موږ نشو کولای په شخصي لګښت دغه کار وکړو خو اوس یې راته مفت عملیات وکړ.»

هغې له ناروغانو سره د یادو ډاکټرانو د نېک چلند ستاینه وکړه او ویې ویل چې له عملیات وروسته یې د سترګو د نه لیدلو ستونزه هواره شوې ده.

دغه راز، یو بل ناروغ رحیم پژواک ته وویل چې په وړیا توګه یې د سترګو درملنه وشوه.

ده وویل: «له کلونو مې د لیدلو ستونزه درلوده، دغو ډاکټرانو راته عملیات وکړ، اوس مې مشکل حل شوی دی.»

د یادونې ده، له دې مخکې هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په وړیا ډول د زرګونو کسانو د سترګو درملنه شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.