غزني ښار (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د غزني ولایت پر نشهيي توکو د روږدو درملنې په ۵۰۰ بستریز مرکز کې روږدو ته د سواد زدهکړې کورسونه پيل شوي دي.
بلخوا، پر نشهيي توکو روږدي کسان دغو کورسونو ته خوښ دي خو ټینګار کوي چې حرفوي زدهکړې دې هم ورته پيل شي، څو له رغېدو سره سم پر کار بوخت شي.
د دغو کسانو له ډلې محمدګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه مرکز کې هر روږدی درې میاشتې ساتل کېږي او په دغه موده کې باید لیک لوست هم زده کړي.
نوموړي وویل: «دوه میاشتې کېږي چې زه یې دلته راوړی یم، تر اوسه مې د خط لیکل سم زده کړي دي.»
دغه راز، یوه بل روږدي حمید خان وویل، د سواد زدهکړه به یې په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
د هغه په وینا، په ژوند کې یې دا ستره هيله وه چې هم له اعتیاده خلاص شي او هم لیک لوست زده کړي.
په دغه کمپ کې یو شمېر نورو روږدو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې حرفوي زدهکړې هم ورته پيل کړي، څو له رغېدو سره سم پر کارونو بوخت شي او بېرته نشهيي توکو ته مخه نه کړي.
د یاد مرکز یوه ښوونکي حامد یزدانپرست پژواک ته وویل چې په دغه مرکز کې د څلورو ښوونکو له لوري په بېلابېلو وختونو پر نشهيي توکو روږدو ته د قرانکریم، ریاضي، لیک لوست او د نشهيي توکو د زیانونو په اړه زدهکړې ورکول کېږي.
نوموړي وویل: «موږ د پوهنې ریاست په چوکاټ کې رسمي ښوونکي یو چې د سهار او ماسپښین له خوا راځو او دلته په کمپ کې روږدو کسانو ته په تدريس بوخت یو.»
دغه راز، په غزني کې د نشهيي توکو د کښت او تقاضا د مخنیوي مدیر امین آغا پوپل پژواک ته وویل چې د روږدو درملنې مرکز شاوخوا یو کال مخکې جوړ شوی او په دغه موده کې دوه زره کسان په کې بستر شوي دي.
هغه وايي چې د دغو دوو زرو کسانو له ډلې د ۱۳۰۰ کسانو درملنه شوې او رخصت شوي خو ۷۰۰ نور کسان اوس هم بستر دي.
ده وویل: «دغه حمایوي کمپ اصلا د پنځو سوو کسانو لپاره دی، خو دا چې د روږدو کسانو شمېر ډېر دی نو مجبور یو چې ۷۰۰ کسان مو دلته بستر کړي دي.»
د هغه په وینا، په دغه مرکز کې د روږدو د درملنې ترڅنګ ورته د سواد زدهکړې کورسونه هم پيل شوي دي.
پوپل وايي، هڅه کوي په دغه مرکز کې پر نشهيي توکو روږدو کسانو ته د حرفوي زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
د یادونې ده، په غزني کې د دغه کمپ ترڅنګ پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې یو بل ۵۰ بستریز روغتون هم فعالیت کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن