کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د نیوزیلنډ کرکټ ټیم د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې ترسره کولو په موخه هند ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ نن ویلي چې د نیوزیلنډ کرکټ ملي ټیم د افغان ملي لوبډلې پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په موخه د هندوستان ګریټر نویډا ښار سېدلی دی.
کرکټ بورډ زیاته کړې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده ټېسټ لوبه به راتلونکې دوشنبې (د وږي ۱۹مه) د افغانستان په وخت د سهار په نهو بجو پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د روانې وږي میاشتې په شپږمه د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ لپاره شل کسیزه لوبډله اعلان کړه چې دمګړۍ په هند کې یادې لوبې لپاره چمتووالي نیسي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن