Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر افغان روغتیایي کارکوونکي د زده‌کړو په موخه ایران ته لېږل شوي

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي، څلوېښت روغتیایي کارکوونکي یې د جدي څارنې برخه کې د یو میاشتنۍ هر اړخیزو زده‌کړو ترلاسه کولو په موخه ایران هېواد ته استولي دي.

د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دغو روغتیايي کارکوونکو کې متخصصین او نرسان شامل دي چې د جدي څارنې (ICU) برخه کې د هر اړخیزو یو میاشتنۍ زده‌کړو ترلاسه کولو په موخه ګاونډي هېواد ایران ته واستول شول.

سرچينې لیکلي، یادو روغتیايي کارکوونکو ته په دې برخه کې زده‌کړې پیل شوې چې هېواد ته په بېرته راستنېدو سره به د روغتیا برخه کې ډېر نوي څه له ځان سره ولري.

د عامې روغتیا وزارت لیکلي، هڅه کوي د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا او متخصصینو روزلو لپاره په کور دننه له ټولو شته امکاناتو او له متخصص روغتیايي پرسونله د ګټې اخیستنې ترڅنګ په بهرنیو هېوادونو کې هم روغتیايي کارکوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو وکولای شي یو پیاوړی روغتیايي سیسټم رامنځته او په کور دننه ټولو ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.