ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او ګټو نورو پروژو د پرانیستې کمیسیون لومړنۍ ناسته وکړه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او ګټو نورو پروژو د پرانیستې کمیسیون لومړنۍ ناسته وکړه

author avatar
7 Sep 2024 - 20:19
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او ګټو نورو پروژو د پرانیستې کمیسیون لومړنۍ ناسته وکړه
author avatar
7 Sep 2024 - 20:19

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او وسپنې پټلۍ د پروژو د پرانيستې کميسيون د چمتووالي لومړۍ ناسته وکړه او تمه ده په راتلونکو ورځو کې یادې پروژې پرانیستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د رياست الوزرا مقام له حکم سره سم، د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټروليم، ټولګټو چارو، اطلاعاتو او فرهنگ، مخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو او د امارت مرکزي وياند او د افغانستان برېښنا شرکت په ګډون نن د بهرنيو چارو وزارت کې ترکمنستان سره د ټاپي او ګڼو نورو پروژو د پرانيستې مراسمو لپاره د چمتووالي ناسته وکړه.

سرچېنې لیکلي، په دې ناسته کې د یاد کميسيون مشر او ګډونوالو ارګانونو مسؤولينو د فرعي کمېټو د چمتووالي مفصل راپور واورېده او د مراسمو د ښه ترسره کولو لپاره يې لازمې پرېکړې وکړې.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې يادې پروژې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.