<p style="text-align: justify;">خوست (پژواک، ۱۷وږی ١٤٠٣): ځينې سرچينې وایي، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ بیا نښته شوې او مرګژوبله هم لري.</p>
<p style="text-align: justify;">دغه نښته نن له غرمې وروسته پیل شوه، خو لږ وروسته ځايي چارواکو وویل چې پای ته رسېدلې او پر مهال یې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
خو د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نښته یو ځل بیا پیل شوې او مرګژوبله یې هم اړولې ده.
د خوست ملکي روغتون کې یوې سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک ته وویل چې له نننۍ نښتې څلور ټپیان وروړل شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">په دفاع وزارت کې یوې سرچینې طلوعنیوز ته هم ویلي چې، په خوست ولایت کې د اسلامي امارت د پولهساتو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نننۍ (شنبې) نښته کې افغان لوري ته څلور تنه ټپيان شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د سرچینې په وینا، دغه نښته د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوې پوستې د جوړولو پر سر رامنځته شوې او د مقابل لوري ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.</p>
دغه سرچینه هم وایي چې، لاهم په سیمه کې پوځي خوځښتونه روان دي.