کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي چې ټاپي او نورې پروژې د افغانانو ملکیت دی او دا پروژې به افغانستان له نړۍ سره سیال کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري دا څرګندونې نن (د وږي ۲۱مه) د ټاپي او نورو پروژو د پرانیستلو په ویاړ د کابل په «کانټيننټال» هوټل کې په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل چې ټاپي او نورې ستراتېژیکې پروژې د افغانانو ملکیت دی او دا د ولس لپاره یوه ارزښتناکه لاستهراوړنه ده.
دی وايي: «د افغانستان دا ابادي به له نړۍ سره سیالي کوي.»
هغه دا هم وویل چې اسلامي امارت په درېیو کلونو کې هېواد د ۵۰ کلونو پرمختګ ته رسولی او دا هېواد اوس له نړۍ سره په سیالۍ کې دی.
هغه زیاته کړه: «هر حکومتي نظام درې اساسي ذمهوارۍ [امنیت، دیانت او اقتصاد] لري چې اسلامي امارت په ټولو برخو کې خپلې ذمهوارۍ په بریالیتوب سره ترسره کړې دي.»
نوري وویل، د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي تعاملات اړین دي او ا.ا غواړي چې په دې برخه کې له نړۍ سره تعامل وکړي.
په یاده غونډه کې د دغه وزارت د جرګو معین احمد عليجان هم وویل چې اسلامي امارت په اقتصادي پرمختګ کې ښې پایلې ترلاسه کړې دي او په سیاسي او نظامي برخو کې هم له نړۍ سره سیالي کوي.
نوموړی وايي چې اسلامي امارت په محدودو امکاناتو د خلکو لپاره د ښه ژوند شرایط برابر کړي او دا یوه لویه لاستهراوړنه ده.
هغه زیاته کړه، د ټاپي پروژه چې له شاوخوا ۳۰ کلونو وروسته پیل شوه د اسلامي امارت د اخلاص او دیانت څرګندونه کوي.
ده وویل، اوس افغانستان امن دی او هغه کسان دې هم هېواد ته د سیاحت لپاره راځي چې پخوا یې دلته جګړه کوله.
عليجان زیاتوي چې نړۍوال دې د اسلامي امارت معنوي ارزښتونو ته په پام سره حکومت ته د لاس ورکولو لېوالتیا او د پانګونې اراده ولري.
په دې غونډه کې یو شمېر قومي مخورو او د اتحادیو مشرانو هم د ټاپي او نورو مهمو پروژو په پلي کېدو خوښي څرګنده کړه.
د کابل ښار د ۲۲ګونو ناحيو د رييسانو په استازولۍ حاجي احمدشاه وويل چې دوی د دغو پروژو د ساتنې او ترسره کېدو برخه کې له حکومت سره ولاړ دي.
دغه راز، د سوداګرو د ټولنې رييس حاجي عبدالهادي غزنيوال وويل چې د هېواد ساتنه او پرمختک د ټولو خلکو مسووليت دی او بايد د دې لپاره ټول لاسونه سره يو کړي.
هغه له امنيتي ځواکونو هم مننه وکړه چې د يادو پروژو ساتنه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن