لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري پژواک خبري اژانس ته وویل، په شمالي نوزاد ولسوالۍ کې یې څلورو ښوونځیو ته د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ د وادنیو جوړېدو چارې پیل کړې دي.
هغه وویل، د دغو څلورو ښوونځيو له جملې دوه د نوزاد ولسوالي په بازار کې، یو په بر نوزاد سیمه او بل یې هم په دوسنګ سیمه کې جوړېږي چې ټولیز لګښت یې څه باندې ۴۲ میلیونه افغانۍ دی او رغنیزې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
هغه زیاته کړه: «یاد ښوونځي د ۴۲ میلیونه، دوه لکه او ۹۶ زره افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي مرسته جوړېږي او هر ښوونځی به د ۲۰۰ زدهکوونکو ظرفیت ولري.»
نوموړي دغه راز وویل، یادې ودانۍ د لومړنیو ښوونځيو لپاره جوړېږي چې یوه اداري او پنځه درسي خونې، د څښاک اوبو څاه، د اوبو پنځه زره لېتره ذخیره او احاطوي دېوال به ولري.
ورته مهال، یاده ولسوالي کې هغه زدهکوونکي چې ښوونځي یې ودانۍ نهلري، تل به یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې، خوښ دي او زیاتوي چې له دې وروسته به یې ستونزې حل شي.
د دې ولسوالۍ د دوسنګ سیمې یو اوسېدونکی او د ښوونځي د ۶ شپږم ټولګي زدهکوونکی مشفیقالله وايي: «له دې وړاندې مو ښوونځي کې هیڅ دول سرپناه نه لرله، په ژمي کې به مو په سړې هوا او اوړي کې به مو په ګرمې هوا کې زدهکړې کولې، اوس د دغو ښونځیو په رغولو سره به مو یادي ستونزې هوارې شي.»
د دې ولسوالۍ د مرکزي سیمې یوه اوسېدونکي خلیلالله هم وویل: «مخکي د زدهکړو پر مهال موږ په سختو ستونزو کې وو، اوس چې ښوونځي ته تعمیر راته جوړ کړي ډير به خوشاله یو.»
هلمند کې څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې همدا تېره اونۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست مرستیال له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي وو، دغه ولایت کې ۶۰ سلنه زدهکوونکي د ښوونکو او ښوونځیو کمښت له امله له زدهکړو محروم دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن