جلالاباد (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحيې اړوند درونټې سيمه کې د عمومي سړک د پراختيا پروژه پيل شوه.
مسوولين وايي، دا پروژه به څلورو مياشتو کې بشپړه شي او د ښاروالۍ د داخلي عوايدو څخه ۱۴ ميليونه او ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې کېږي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد د وږي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلالاباد ښار د اوومې ناحيې اړوند درونټې سيمه کې د جلال اباد – کابل عمومي سړک د پراختيا پروژه پيل شوه.
نوموړي زیاته کړه، په دې پروژه کې د ۳۸۰ متره په اوږدوالي او ۱۰ متره پراخوالي د سړک قیر کولو، ۳۸۰ متره ویاله، ۱۱۴۰ متره پلې لارې او استنادې دېوال جوړولو او د روښنایي پایې لګولو چارې شامې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې پروژې ټول لګښت ۱۴،۸ میلیونه افغانۍ کېږي چې ټول د جلالاباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه ورکول کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شې.
بل لورته، خلک وايي چې د دغه سړک په پراخېدو سره به ګڼه ګوڼه کمه شي.
د درونټې سيمې يوه اوسېدونکي اباسين پژواک ته وویل، د دغه سړک کوچنیوالی د دې سبب شوی چې د تالاشۍ او ټرانسپورټي پارچو د ورکړې ځای کې ډېره ګڼه ګوڼه وي چې کله ناکله د موټرو کتارونه د ننګرهار پوهنتون تر دروازې هم رسېږي.
هغه زیاته کړه چې د سړک په پراخېدو سره به دغه ستونزه تر ډېره حل شي.
د یادونې ده، د اوومې ناحیې اړوند درونټې سيمه جلالاباد ښار ته د داخلېدو لوېديځه يا د کابل دروازه ده چې د کابل او لغمان ولايتونو موټرونه له همدې لارې تګ راتګ کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن