Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي

مزارشریف (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دهدادي ولسوالۍ شېراباد کلي کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ټپیان د امنیتي کسانو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي خو ډېری مهال دغه ډول پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.