Language

هلمند کې د دوو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک ، ۲۹ وږی ۱۴۰۳ ): د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د «خاري» کانال رغولو او هلمند سیند پر غاړه د ۹۰۰ متره دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دوه پروژې د فرعي سیندیزېحوزې ریاست په هڅو او د موسساتو په مالي همکارۍ د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې.

هغه وویل، یاد کانال په رغولو سره به د یادې سېمې د خلکو ستونزي حل شي.

د هلمند سیندیزې فرعي حوزې ریاست رئیس ملا یعقوب  قایم وویل، د کلا بُست سیمه کې د عامو خلکو په غوښتنه د یاد شوي کانال رغونهاو  ۹۰۰ متره تحکیم کارۍ پروژې پیل شوې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د یادو پروژو چارې به د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادې سېمې یو تن اوسېدونکی امان الله وایي، دغه کانال له تخریب سره مخ و چې د رغولو سره به یې د خلکو ستوزې هوارې شي.