کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۳): مالیې وزارت وایي چې پر اتو وارداتي توکو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې او پر څلورو نورو یې بیا کمه کړې ده.
مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تعرفې کمېټې د روان ۱۴۰۳ کال درېیمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو د معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ پرون ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په پیل کې د مالیې وزارت د تعرفې ریاست له لوري د یو شمېر یادو شوو اقلامو په اړه د سوداګرو او صنعتکارانو غوښتنې او په دغه برخه کې د بازار د وضعیت تحلیل د غونډې له ګډونوالو سره شریک شو چې د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
مالیې وزارت ویلي چې د سوداګرو او صنعتکارانو د غوښتنې له مخې، له کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ او دولتي عوایدو ودې اصل ته په کتو سره پر یو شمېر وارداتي اقلامو د ګمرکي تعرفې لوړېدو په اړه پرېکړه شوې ده.
دغه راز، په دې خبرپاڼه کې پر اتو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه شوې او پر څلور نورو وارداتي توکو بیا ګمرکي تعرفه کمه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د چرګانو هګۍ (عادي تعرفه) ګمرکي تعرفه له لس سلنې څخه ۱۶ سلنې ته، د چرګانو هکۍ موسمي ګمرکي تعرفه له ۱۶ څخه ۲۰سلنې ته، د ایزوګام ګمرکي تعرفه له لس څخه ۱۶ سلنې ته، د الکوبان ګمرکي تعرفه له پنځه سلنې څخه لس ته، د بېټرۍ ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۱۲ سلنې ته، د صحي ټوټې ګمرکي تعرفه له پنځه سلنې څخه لس ته، د عادي څراغونو ګمرکي تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۲۰ ته او د کتابچو ګمرکي تعرفه له ۲،۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
همدارنګه په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د موتروټایر او ټیوب ګمرکي تعرفه له ۲،۵ او ۵ څخه ۲،۵ سلنې ته کمه شوې، د رخت، ترپال او پراشوټ ګمرکي تعرفه له ۱۰ او ۲،۵ سلنې څخه ۲،۵ سلنې ته کمه شوې، د سړو خونو لپاره د سانډویچ پینل ګمرکي تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۲،۵ سلنې ته کمه شوې او د ماشینونو پرزو ګمرکي تعرفه له ۵ سلنې څخه یو سلنې ته کمه شوې ده.
سرچینې ویلي، همدارنګه د سوداګرۍ په تړاو د لا اسانتیاوو په موخه د یو شمېر توکو لپاره د تعرفې ملي کوډونو د جوړېدو په اړه هم پرېکړه وشوه.
د یادونې ده، دا لومړی ځل نه دی چې مالیې وزارت پر ځینو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړوي، بلکې له دې مخکې یې هم پر ځینو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن