غزنيښار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۳): د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ اته کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جان محمد مؤمن پژواک ته وويل چې اته کاله مخکې د ناور ولسوالۍ د ځايي کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د څرځایونو پر سر دښمني رامنځته شوې وه او وخت ناوخت به یې یو بل ته لارې نیولې.
ده زیاته کړه چې هماغه مهال د هزاره ګانو په ډزو کې دوه کوچیان ټپیان شوي وو او د کوچیانو ۸۰ څاروي یې هم له ځانه سره وړي وو.
هغه وویل، تېره ورځ د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دغه اته کلنه دښمني د تل لپاره حل شوه.
د مومن په وینا، د دغې ولسوالۍ په یو شمېر نورو سیمو کې هم ورته لویې او وړې ستونزې شتون لري چې د حل لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
دغهراز، د کوچیانو یوه قومي مشر خوازک پژواک ته وویل چې له تېرو کلونو راهیسې په دې سیمه کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ دښمني وه او یو قوم هم په ډاډه زړه ژوند نه شوای کولای.
هغه وویل، تر دې روغې وروسته به دواړه قومونه د وروڼو په څېر ژوند کوي او یو بل ته به ستونزې نه جوړوي.
دغهراز، د هزاره قوم په استازیتوب سید موسوي پژواک ته وویل چې له دې روغې جوړې خوښ دی او دغه ډول روغې کولای شي چې د خلکو او قومونو ترمنځ یووالی رامنځته کړي.
هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ ورته نورې ستونزې هم حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ورته نورې ستونزې هم حل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP