ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

کونړ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
25 Sep 2024 - 15:56
کونړ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
25 Sep 2024 - 15:56

اسعداباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه شبکې «د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې» په مالي همکارۍ جوړېږي.

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې نن د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې استازي هجرت‌الله لطفي وویل، د کونړ ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د مرورې ولسوالۍ په دړیدم او لاهور سیمو کې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې چې په دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه: «د یادو شبکو اوږدوالی ۸۵۸۲ متره دی او ۱۸۲ شیردانونه لري د ژورو څاګانو پرمټ به دواړه شبکې څه باندې ۱۰۰ متره مکعبه اوبه ذخیره کړي او د یادو شبکو په جوړېدو سره به د پاکو اوبو برخه کې د ځایي خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.»

د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د پروژو تطبیق آمر محمدیعقوب مسعود وویل، یاد ریاست د بېلابېلو مرستندویه ادارو په همکارۍ هڅې پیل کړې دي څو د دغه ولایت په ټولو هغو سیمو کې چې خلک یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، د دغه ډول شبکو په جوړولو سره ورته د څښاک اوبو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې د څښاک اوبو برخه کې ورته اسانتیاوې برابرېږي.

د لاهور ډاک سیمې اوسېدونکي شفیق‌الله وویل: «خوشحاله یو چې موږ ته په خپله سیمه کې د پاکو اوبو شبکه جوړېږي، په دې سره به زموږ کلیوال پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او له ستونزو به خلاص شو.»

د مرورې ولسوالۍ د دړیدم اوسېدونکی او قومي مشر فضل‌ سبحان بیا وایي چې حکومت او مرستندویه ادارو ته په کار ده چې د دې ولسوالۍ نورو سیمو کې هم خلکو ته د اوبو رسولو په موخه شبکې جوړې کړي.

هغه وویل، د سیمي خلک یې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیات ځلې کلیوال د ویالو او چینو ناپاکو اوبو د کارونې له امله په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.