کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له استازو سره د روغتیایي خدماتو، د متخصصینو روزنې، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو، د ساري ناروغیو مخنیوي او د پولیو واکسین تطبیق په اړه خبرې وکړې او د مرستې غوښتنه یې وکړه.
د عامې روغتیا وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د روغتیا نړۍوال سازمان له حوزوي رییسې حنان البلخي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له رییس سینیزا سلوداور او د ختیځې مدېترانې د پولیو له منځه وړولو له حوزوې مسوول ډاکټر حامد جعفري سره په انلاین ډول لیدنه کړې ده.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیایي خدماتو، د روغتیایي کارکوونکو د وړتیا لوړونې، بېلابېلو روغتیایي برخو کې د متخصصینو روزنې، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي، د پولیو واکسین تطبیق او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، جلالي د هېواد د روغتیايي سیسټم د غښتلتیا او پاېښت په موخه د عاجلو او لنډمهاله مرستو ترڅنګ د اوږدې مودې لپاره د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه او دا مرسته یې د روغتیایي سیسټم د ښه کېدو لپاره یو مهم او ضروري ګام وباله.
د روغتیا نړۍوال سازمان حوزوي رییسې په دې لیدنه کې، د افغانستان روغتیایي سکټور ته د نړۍوالو مرستو د جذب ترڅنګ، په دې برخه کې پر دوامداره اقداماتو ټینګار وکړ.
هغې د افغانستان د روغتیایي سیسټم تقویت مهم ګام وباله او ویې ویل چې دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته او ژمنه یې وکړه چې دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP