کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ویلي چې په سیمه که د امنیت ټینګښت لپاره باید له افغانانو سره مرسته او د دغه هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې همکاري وشي.
مرادوف د ملګرو ملتونو په ۷۲مه سرمشریزه کې په خپلو خبرو کې ویلي چې نړۍ باید په افغانستان کې د بشري مسایلو د حل برخه کې همکاري وکړي.
هغه له ترکمنستانه افغانستان ته د ټاپي، د نوري فایبر د تمدید او اوسپنې پټلۍ پروژو په اړه وویل چې ترکمنستان به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د اقتصاد بیارغونې برخه کې همکاري هم په سیمه کې د امنیت د ټینګښت یو مهم لامل وباله.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو له افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي د هېواد د بیارغونې لپاره مرستې باید ونهدرول شي.