غزنيښار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): سېمهییز چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د تکواندو غوراوي ۱۹م پړاو سیالۍ د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.
د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سيالۍ په غزني ښار کې د یوې ورځې لپارهترسره شوې.
ده زیاته وکړه، د دغو سیالیو څخه موخه د دغه ولایت منتخب ټیم ته د غوره څېرو ټاکل، تکواندو ورزش دودول او د لوبغاړو هڅول دي.
د تکواندو یو تن لوبغاړی مزمل وایي، اسلامي امارت دې دوی دا زمینه برابره کړي تر څو له هېواد بهر هم په لوبو کې ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP