ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر لبنان او سوریې د اسرائیل تازه بریدونه کې لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

پر لبنان او سوریې د اسرائیل تازه بریدونه کې لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
1 Oct 2024 - 10:51
پر لبنان او سوریې د اسرائیل تازه بریدونه کې لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
1 Oct 2024 - 10:51

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، پر لبنان او سوریې د اسرائیل تازه بریدونو پایله کې لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې نن (سه‌شنبه) د لبنان د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې د حزب‌الله پر وړاندې پر دغه هېواد د «محدود» په نوم د اسرائیل مستقیم ځمکنی برید پیل شوی دی.

د راپور له مخې، اسرائیل د لبنان پلازمېنې بیروت په سوېلي برخو کې ډېر هوايي بريدونه کړي او د اوسېدونکو د تخلیې له امر وروسته یې پر څو سیمو بمباري کړې ده.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې پر یاد هېواد د تېرې ورځې (دوشنبې) بريدونو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شوي دي.

ورته مهال، الجزیرې په یوه بل راپور کې هم ویلي چې د سوریې پر پلازمېنه دمشق د اسرائیل بریدونو کې هم درې کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

په راپور کې راغلي چې د ټلوېزیون یو خبریال صفا احمد هم په یادو بریدونو کې وژل شوی خو لا روښانه نه ده چې هغه په درېيو مړو شوو کسانو کې دی که نه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.