ترینکوټ (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): اروزګان کې د قانوني پلي کېدو لپاره د دولتي ادارو ګډه کمېټه جوړه شوه او نن یې فعالیت پیل کړ.
د قانون پلي کېدو ګډه کمېټه کې چې نن د اروزګان د والي عنایتالله شجاع په مشرۍ جوړه شوه، د امنیې قوماندانۍ، د ملي اردو څلورمې لوا، د حکمونو او فرمانونو د څار او نظارت ادارې، محاکمو، استخباراتو، امر بالمعروف، حج او اوقاف، پوهنې او اطلاعات او فرهنګ ریاستونو استازي برخه لري.
د دغه ولایت د والي ویاند قاري اغاولي انعام پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې کمېټې مسوولیت په دغه ولایت کې د قانون پلي کول دي.
هغه وویل، یاده کمېټه مسوولیت لري چې د اسلامي امارت شرعي قانون لومړی پر دولتي مسوولینو او وروسته پر عامو خلکو پلی کړي.
انعام زیاتوي، که څه هم اوسه په دغه ولایت کې داسې پېښه نه ده شوې چې له قانونه دې سرغړونه وشمېرل شي، خو د پېښېدو په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
هغه دغه راز وویل، دغه ډول کمېټي به په ولسوالیو کې هم جوړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP