Language

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مزارشریف (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۳): د بلخ ولایت په مربوطاتو کې د کابل – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون مازیګر د بلخ ولایت په مربوطاتو کې د کابل – مزارشریف پر لویه لار د عبدي کوتل سیمه کې یو کرولا او لندکروزر موټرو ټکر کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه پېښه کې دوه نارینه مړه او د یوې ښځې په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو موټرو د ټکر په پایله کې کرولا موټر اور اخیستی او مالک ته یې د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت زیان هم اوښتی دی.

د یادې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ډېری مهال دغه شان پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او یا هم د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Related Topics