ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مسکو فارمټ ناسته کې د چین او روسیې استازي: غواړو افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال پر مرکز بدل شي

د مسکو فارمټ ناسته کې د چین او روسیې استازي: غواړو افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال پر مرکز بدل شي

author avatar
4 Oct 2024 - 14:58
د مسکو فارمټ ناسته کې د چین او روسیې استازي: غواړو افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال پر مرکز بدل شي
author avatar
4 Oct 2024 - 14:58

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د مسکو فارمټ شپږمه غونډه کې د چین استازي او د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې غواړي افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال پر مرکز بدل شي او د دې ترڅنګ یې د ا.ا د اقتصادمحوره سیاست او امنیت برخه کې د اقداماتو هرکلی کړی دی.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته نن (جمعه، د تلې ۱۳مه) د چین، ایران او پاکستان په ګډون د لسو هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې پیل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او د چین د استازي د څرګندونو یوه یوه برخه پر خپله اېکس‌پاڼه خپرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، غواړي په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته پراختیا ورکړي.

هغه د امنیت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخو کې د افغان حکومت اقدامات ستايلي او زیاته کړې یې ده: «زموږ شرکتونه لېوال دي چې په افغانستان کې د کرنې، کانونو او ترانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي، په سيمه او نړۍ کې له وروستيو پېښو وروسته د دغه هېواد د موقعيت اهميت د اقتصادي اتصال برخه کې لا زيات شوی.»

دغه راز د مسکو فارمټ مشورتي ناسته کې د چين هېواد استازي د ا.ا د اقتصادمحوره سياست هرکلی کړی دی.

هغه په افغانستان کې پر پانګونه او پرمختیايي چارو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې چین غواړي په وچه کې راګیر افغانستان د سیمه‌ییز اتصال پر مرکز بدل کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.