Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د ژورو څاګانو د سرونو پټولو لړۍ پیل شوه

اروزګان کې د ژورو څاګانو د سرونو پټولو لړۍ پیل شوه

author avatar
6 Oct 2024 - 14:49
اروزګان کې د ژورو څاګانو د سرونو پټولو لړۍ پیل شوه
author avatar
6 Oct 2024 - 14:49

ترینکوټ (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د اروزګان ځایي مسوولین وایي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند خوندیتوب په موخه یې په دغه ولایت کې د ژورو څاګانو د سرونو پټولو او له هغو د دېوالونو راچاپېرولو لړۍ پیل کړې ده.

د اروزګان د والي ویاند قاري‌ اغاولي انعام پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په خرما سیمه کې یوې مرستندویې ادارې د ولایت مقام په لارښوونه له درېیو ژورو څاګانو د دېوالونو راچاپېرولو چارې بشپړې کړې او دا لړۍ به له مرکز ترینکوټ وروسته ولسوالیو ته هم وغځول شي.

هغه زیاته کړه، یو شمېر نورې دولتي او مرستندویه ادارې هم په دې برخه کې همکارۍ ته هڅول شوې دي.

ورته مهال، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د خلکو د ژوند خوندېتوب په موخه د مسوولینو دغه اقدام ستایي.

د ترینکوټ ښار د خرما سیمې یوه قومي مشر ملک عصمت‌الله وویل: «زموږ کلي کې درې ژورې څاګانې وې چې تېره ورځ دېوالونو ترې راوګرځول شول، دا ډېر ښه کار وشو.»

هغه وویل، دغو ژورو څاګانو ته مخکې د انسانانو په ګډون څاروي او یو شمېر وسایط هم لوېدلي وو.

د یادونې ده، کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې غزني کې یوې څاه ته د یوه ماشوم لوېدو له پېښې وروسته په یوه اعلامیه کې له خلکو وغوښتل چې د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.