پاراخ (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د پنجشېر ولایت په مرکز کې د دغه ولایت مرکزي زندان ته د ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت مرکزي زندان د مرکز پاراخ اړوند بهارک سیمه کې جوړېږي.
د هغه په خبره، د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم د زندان د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې وویل، د زندان نوې ودانۍ به چې د زندانونو عمومي ادارې له خوا جوړېږي، د زرو بندیانو ځایولو وړتیا ولري.
اوس مهال بندیان د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې ساتل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP