ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لاور د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون د تجهیز لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

د لاور د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون د تجهیز لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

author avatar
9 Oct 2024 - 18:28
د لاور د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون د تجهیز لپاره د مرستې غوښتنه وکړه
author avatar
9 Oct 2024 - 18:28

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب له مسوول سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون د تجهیز په برخه کې مرسته وکړي.

د افغاني سرې میاشتې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې مشر شیخ شهاب‌الدین دلاور  په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب له مسوول جیرمي او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينې لیکلي، دلاور په دغه ليدنه کې، د یاد هېواد د سره صلیب له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له نوموړي غوښتنه وکړه څو د بې‌سرپرسته کونډو، یتیمانو، رواني ناروغانو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرکزي روغتون د تجهیز په برخه کې هم مرستې ترسره کړي.

افغاني سرې میاشتې لیکلي، په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب مسوول افغانانو ته د افغاني سرې میاشتې له لارې خدمات اغېزمن وبلل او د مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي  له افغاني سرې میاشتې سره د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خپلو روانو پروژو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې نږدې ورځو کې به له افغاني سرې مياشتې سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.