ژبه

ترکیه د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه کې خپله همکاري زیاتوي

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د ترکیې ټیکا مؤسسه د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه، د ملي ارشیف، هنرستان او عامه کتابتونونو د تجهیز برخو کې خپله همکاري پراخوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د ټیکا مؤسسې له مسوول فاضل اکین اردوغان سره لیدلي.

د یادې مؤسسې مسوول وویل، د ترکانو او افغانانو د ګډو کلتوري مشترکاتو او اوږدې ملګرتیا له مخې د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه، د ملي ارشیف، هنرستان او عامه کتابتونونو د تجهیز په برخو کې خپله همکاري پراخوي.

هغه ویلي، د خپلو پرمختیایي او کلتوري پروګرامونو له مخې به په نږدې ورځو کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د والد د مدرسې او خانقا له سروې وروسته به یې د بیارغونې لپاره لاس په کار شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال وویل، ترکیې تل له افغانستان سره په پرمختیایي او کلتوري برخو کې مرسته کړې ده.