Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر یوه کان د برید له امله د درېیو افغانانو په ګډون شل کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): بلوچستان کې ناپېژانده وسله‌والو د ډبرو سکرو پر یوه کان برید کړی چې له امله یې د درېیو افغانانو په ګډون، شل کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

د وي‌اواې ډېوه راپور له مخې، دغه برید بیګا شپه د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې شوی دی.

سرچینې لیکلي چې په دغه کان کې د افغانستان او د بلوچستان د قلعه سيف‌الله، ږوب، موسی‌خېل، کچلاغ، پښين، لورالايي او نورو بېلابېلو سیمو اوسېدونکو کار کاوه.

راپور کې راغلي چې په دغه برید کې شل تنه وژل شوي، اووه تنه نور ټپيان دي او دغه راز بریدګرو د دغه کان ټوله ماشینري هم سوځولې ده.

اې‌بي‌سي په نوم یوې رسنۍ بیا راپور ورکړی چې په دغه پېښه کې درې تنه افغانان وژل شوي او څلور تنه یې ټپیان دي.

دوکۍ ضلع د بلوچستان له سر ښار کوټې څخه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره لرې پرته سيمه ده چې د سکرو يا د کوېلې په زيرمو او یا په درنګونو/ کانونو زياته مشهوره ده.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، دغه هېواد کې د روان زېږدیز کال له پیله تر دې دمه په امنیتي پېښو کې ۱۵۳۴ کسان وژل شوي چې دغه شمېرې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵۲۳ وې.

دغه مرکز ویلي چې ۹۷ سلنې دغه پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې رامنځته شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.