مزارشریف (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د ۳۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه روغتیایي مرکز د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) لخوا د ۳۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د بلخ کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا د دغه مرکز د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، دغه روغتیایي مرکز په ۲ زره او ۴۳۲ متر مربع ځمکه کې د اوو میاشتو په موده کې جوړېږي.
په همدې حال، د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخمیر صدام وایي چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به زرګونه کسان له روغتیایي خدمتونو برخمن شي.
هغه زیاته کړه چې د چارو له بشپړېدو وروسته به دغه مرکز ته د عامې روغتیا ریاست لخوا روغتیایي پرسونل موظف او ټول اړین وسایل او تجهیزات به ورته برابر کړل شي.
بلخوا د سیمې اوسطدونکي هم د دغه مرکز پر جوړېدو خوښي څرګندوي.
د دهدادي ولسوالۍ شېراباد کلي اوسېدونکی احمدخالد ولي د دغه روغتیایي مرکز پر جوړېدو خوښي څرګندوي وایي چې دا مهال د سیمې اوسېدونکي د روغتیایي مرکز نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاتوي چې د دغه مرکز له جوړیدو سره به د ډېرو خلکو ستونزې حل شي.
د یادونې ده چې تېره میاشت هم د دغه ولایت نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې وې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن