کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې ۱،۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه سیمکارتونه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د کړنلارې له مخې ثبت شوي دي.
هغه لیکلي: «غیرقانوني سیمکارټونه چې په افغانستان کې یو وخت یوه پېچلې معما او د ولس لپاره یو ستر سرخوږی و او د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت سره د ولسونو ستره غوښتنه هم د غیرقانوني سیمکارټونو مخنیوی و چې د سړکونو پر سر په ډېر بېباکه ډول پلورل کېدل او هر چا کولای شول په ډېرو کمو افغانیو یې ترلاسه کړي او استفاده یې کړي، هغه که سمه استفاده وه او که ناسمه.»
ده لیکلي، دغه وزارت وکولای شول غیرقانوني سیمکارټونه په عاجل او د یوه پرمختللي سیسټم پر مټ - چې یاد سیسټم هم د مخابراتو وزارت د مسلکي انجنیرانو له خوا جوړ شوی- مدیریت او د خلکو خصوصي حریم هم خوندي کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ټولټال ۲۵ میلیونه فعال سیمکارټونه شتون لري چې له ډلې یې له نیمايي ډېر او کابو ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونه د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر شوي او دا لړۍ لا هم په بریالي ډول روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP