Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي»

«هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي»

author avatar
17 Oct 2024 - 14:31
«هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي»
author avatar
17 Oct 2024 - 14:31

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې او د یاد وزارت سرپرست د هدايت پر اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې او د یاد وزارت سرپرست سراج‌الدين حقاني د هدايت پر اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي.

هغه دغه راز زیاته کړې، هیڅوک اجازه نه لري چې د بې جوازه تورو ښيښو موټر وګرځوي او غيرمعمولي هارنونه وکاروي.

قانع زیاتوي، لکه څرنګه چې د ترافيکو پوليس د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د دغه ډول وسايطو د تګ راتګ مخه نيسي، په همدې اساس هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې په ښارونو کې دغه ډول موټر وګرځوي او بې‌ځايه هارنونه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د امنيتي ځواکونو اړوند پوستو ته سپارښتنه شوې، څو د هغوی غیر معمولي هارنونه بند، تورې ښيښې ورته سپينې او قانوني چلند ورسره وکړي.

د قانع د معلوماتو له مخې، د پوليسو له خوا په تېر یوه کال کې د ۳۵۰۰ موټرو تورې ښيښې سپينې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.