Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د اوسني نظام د پاېښت لپاره د قومونو یووالی اړين دی»

«د اوسني نظام د پاېښت لپاره د قومونو یووالی اړين دی»

author avatar
17 Oct 2024 - 16:40
«د اوسني نظام د پاېښت لپاره د قومونو یووالی اړين دی»
author avatar
17 Oct 2024 - 16:40

ګردېز (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولين وايي چې د اوسني نظام د بقا او ثبات لپاره د قومونو ترمنځ یووالی ډېر مهم دی.

دغه څرګندونې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل سلاکار محمداجان رهبر نن په مرکز ګردېز کې د اسلامي نظام د ثبات او ولس د يووالي غونډې ته وکړې.

هغه د پکتيا له قومي مشرانو وغوښتل چې د دغه په ګډون دې په نورو ولايتونو کې هم د قومونو او کورنيو ترمنځ د شخړو حل لپاره هلې ځلې وکړي.

ده زياته کړه: «دا غونډه مو د دې لپاره راغوښتې ده چې د ولس او حکومت ترمنځ ورورلي ثابته شي، که چېرته موږ غواړو چې نظام بقا وکړي او ولس خوشحال و اوسي نو دا بدبينۍ بايد ختمې کړو، پکتيا ښه قومي مشران لري نو بايد دا مشران را مخې ته شي نورو ولايتونو کې هم ستونزې حل کړي.»

په ياده غونډه کې د پکتيا قومي مشرانو د اوسني نظام ملاتړ وکړ خو نیوکه یې وکړه په تېرو شلو کلونو کې يې حقونه نه دي ورکړل شوي.

هغوی غوښتنه وکړه چې د مچلغو بند، ګردېز – ډنډپټان سړک چارې دې پيل او همداشان دې صنعتي پارک جوړ او صنعتکارانو ته دې ځمکې ووېشل شي.

يوه قومي مشر انور صديقي وويل چې پکتيا ته په تېرو شلو کلونو کې په پرمختيايي او پراختيايي برخو کې اړین پام نه دی شوی.

هغه وويل چې د پوهنې، روغتيا، کرنې او ځينو نورو برخو کې د پکتيا اوسېدونکي اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې باید د حل لپاره یې کار وشي.

دغه راز، يو بل قومي مشر خوږمن ځاځي وويل چې پکتيا کې لا هم د ډېرو قومونو او کورنيو ترمنځ دښمنۍ شته چې د حل لپاره یې باید کار وشي.

هغه زياته چې د يادو دښمنيو د حل لپاره دې د قومي مخورو يو ګډ کمېسیون جوړ شي څو دغه ستونزې هوارې کړي.

په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږی مرستيال مولوي محمد علي جان احمد بيا قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به يې د حل په موخه له اړوندو وزارتونو سره شريکې کړي.

د دغه وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې د هېواد په کچه د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ دښمنۍ حل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.