ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م: ایران کې د افغان کډوالو د وژلو راپورونو په اړه دې رڼه څېړنه وشي

م.م: ایران کې د افغان کډوالو د وژلو راپورونو په اړه دې رڼه څېړنه وشي

author avatar
17 Oct 2024 - 19:52
م.م: ایران کې د افغان کډوالو د وژلو راپورونو په اړه دې رڼه څېړنه وشي
author avatar
17 Oct 2024 - 19:52

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو راپورونو په اړه، یوناما او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي غبرګونونه ښودلي او په دې تړاو یې د بشپړې او رڼې پلټنې غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د بشري حقونو سازمان «حال‌وش» ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سرحدي سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړي چې غوښتیل یې ایران ته ولاړ شي. سرچینې د دوو عیني شاهدانو په حواله ویلي وو چې د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه دی.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې په دې اړه د راپورونو د پلټنې په موخه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی چې د د دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازي په کې ګډون لري.

په افغانستان کې د ملګرو سیاسي استازولۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «یوناما د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۵ نیټې پورې د ایران د سیستان ولایت، د کلاګان په سرحدي سیمه کې د پیښې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي چې د ادعاوو له مخې د افغان مهاجرینو پر یوې لویې ډلې ډزې شوي چې په پایله کې یې افغان مهاجرینو ته مرګ ژوبله اوښتې.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.