کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ ۱۹۱ کډوالې کورنۍ چې ۸۸۶ کسان کېږي، د تورخم، سپینبولدک، ورېښم پله او اسلامکلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي؛ دغهراز له سلګونو کورنیو سره ترانسپورټي، مالي، روغتیايي او خوراکي مرستې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني راپور کې ویلي چې دغه خدمتونه دوشنبه، د روان کال د وږي په ۱۶مه، هغو کډوالو ته وړاندې شوي چې له بېلابېلو لارو په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لار ۷۷ کورنۍ چې ۴۱۳ کسان کېږي، راغلې او ۹۵ کورنۍ چې ۵۱۸ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د کمېسیون په خبره، د دغو کډوالو د لېږد لپاره ۳۷۳ زره او ۲۳۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له ۱۱۶ کورنیو سره ۹۶۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. همداراز یو زر او ۷۴۶ وخته خواړه او ۸۲ سیمکارتونه وېشل شوي او په تورخم کې ۴۹۱ ناروغان درملنه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د کندهار د سپینبولدک له لارې ۱۹ کورنۍ چې ۱۰۲ کسان کېږي، راغلې او ۱۹ کورنۍ چې ۹۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د سرچینې په وینا، په دغه مسیر کې د لېږد لپاره ۲۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له ۲۰ کورنیو سره ۱۸۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. همداراز ۲۵۱ وخته خواړه او ۱۸ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د نیمروز د ورېښمنو پله له لارې ۶۴ کورنۍ چې ۲۶۱ کسان کېږي، راغلې او یو زر او ۶۷۲ مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي. په دغه مسیر کې له څلورو کورنیو سره ۳۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او ۳۷۰ وخته خواړه پرې وېشل شوي دي.
سرچینې لیکلي، چې د هرات د اسلامکلا له لارې هم ۳۱ کورنۍ چې ۱۱۰ کسان کېږي، راغلې او له همدې شمېر کورنیو سره ۲۱۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. همداراز دوه زره او ۲۴۰ وخته خواړه وېشل شوي او په دغه ځای کې ۵۲۷ ناروغان درملنه شوي دي.
د راپور د معلوماتو له مخې، په کابل کې هم ۲۳ کورنۍ چې ۹۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د لېږد لپاره ۱۰۷ زره او ۵۵۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.