ژبه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

هجرت‌الله کاکړ

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۳۲۹ کسان د تورخم او ۶۰ نور د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه شمېر کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل دي او د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي.

سرچینې لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

دغه وزارت زیاته کړې، د کډوالو چارو وزارت ژمن دی چې له دوی سره په بیامېشتېدنه کې مرسته وکړي، څو په هېواد کې نوي ژوند ته دوام ورکړي او د ټولنې په ابادۍ کې مرسته وکړي.