Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور ګډ پلاوی قزاقستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست د حکومتي او خصوصي سکټور یوه ګډ پلاوي په مشرۍ د افغان - قزاق په نړۍوال نندارتون او سوداګریز تواصل کنفرانس کې د ګډون او ​​د قزاقستان له چارواکو سره د‎ خبرو اترو لپاره د دغه هېواد الماتا ښار ته ولاړ.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د حکومتي او‎ خصوصي سکټور د یوه ګډ پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین د قزاقستان الماتا ښار ته روان شو.

سرچينې زياته کړې: «د هېواد د حکومتي او خصوصي سکټور د پلاوي د سفر موخه په هغه هېواد کې د افغاني محصولاتو او توليداتو په نندارتون او سوداګريز تواصل کنفرانس کې ګډون ‎او د دغه هېواد له چارواکو سره رسمي، سوداګریزې او نورې ناستې دي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د حکومتي مسوولینو او خصوصي سکټور ‎٢٥٠ غړي او افغان سوداګر مل دي.

ټاکل شوې چې د افغان – قزاق ګډ نړۍوال نندارتون د روانې تلې مياشتې په ۲۸مه د څلورو ورځو لپاره د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي، په دغه نندارتون کې به افغان سوداګر او متشبثين په ۶۷ غرفو کې بېلابېل افغاني محصولات او تولیدات نندارې وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.