پلعلم (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل - لوګر پر لویه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لس کسان ټپيان شوي دي.
د لوګر د ترافیکو مدیریت مطبوعاتي مسوول ګلمحمد همت پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د مرکز پلعلم ښار اړوند په خواجه محمداکبر سیمه کې دوو ټوډي او دوو سراچه موټرو ټکر کړی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې اته کسان ټپیان شوي دي.
هغه دغه راز وویل چې دویمه پېښه د کابل - لوګر پر لویه لار د کلنګار سیمه کې د یوې ریکشا او سراچه موټر د ټکر له امله شوې.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.
همت زیاته کړه، د دغو ترافیکي پېښو د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د ښې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
ده وویل چې دغه ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن