مزارشریف (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار اتمې او نهمې ناحیو کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس محمدجاوید مایار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ښار د اتمې ناحیې په بخدي سیمه کې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
هغه زیاتوي، دغه سړک ۳۶۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري چې د جوړېدو چارې به یې راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
دغه راز، د مزارشریف ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ښار د نهمې ناحیې په نوشاد سیمه کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د یوه بل سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
سرچینه زیاتوي، دغه سړک ۵۹۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري چې راتلونکو دوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
د یادو سړکونو جوړولو د پیل مراسمو کې د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق ویلي چې د هېواد ابادۍ کې ټول ولس مسوولیت لري او ښاریان باید د پروژو په حفظ او مراقبت کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
بلخوا، د یادو سیمو اوسېدونکي د دغو سړکونو جوړېدو ته خوښ دي.
د مزارشریف ښار اتمې ناحیې بخدي سیمې اوسېدونکی نصرالدین وایي چې د دغه سړک له جوړېدو وړاندې د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
هغه خوښي ښیي چې په سیمه کې یې او د مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې پروژې پیل شوې دي.
د یادونې ده، روانه میاشت هم د دغه ښار په نهمې او اوومې ناحیو کې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP