ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

author avatar
20 Oct 2024 - 16:30
نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی
author avatar
20 Oct 2024 - 16:30

پارون (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د نورستان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په وانټ‌وایګل ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی دی.

مسوولین وايي، امنيتي منسوبین د پېښې ځای ته رسېدلي خو قاتل له سيمې تښتېدلی دی.

د نورستان امنیې قوماندانۍ وياند غلام رحمن حیدري د تلې په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازدیګر د وانټ‌وایګل ولسوالۍ په نشیګرام سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ چې نږدې خپلوان دي، شخړه شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې شخړه کې د ګل‌ریز په نوم کس د جمیل رحمن په نوم شخص له لوري وژل شوی دی.

د هغه په خبره چې د دې شخړې رامنځته کېدو لامل تر اوسه څرګند نه دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.