کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې بنګلهدېش الف لوبډلې ته د څلور ویکټو په توپير ماتې ورکړه.
کرکټ کې د ځوانانو اسیا جام سیالۍ چې دا مهال په عمان کې دوام لري، افغان الف لوبډلې نن شپه په خپله دویمه لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
د سیالۍ بچه افغان لوبډلمشر دروېش رسولي وګټله او لومړی یې د توپاچونې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اوورونو کې مقابلې لوبډلې ۱۶۴ منډې وکړې.
په مقابل کې یې افغان لوبغاړو یاد هدف د شلم اوور په لومړي بال پوره کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه.
په توپوهنه کې د افغانستان په ګټه صدیقالله اتل په ۵۵ بالونو سره د پنځو شپږیزو او نهو څلوریزو په مټ ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
په توپاچونه کې بیا د افغانستان لپاره بلال سمیع، قیساحمد، کریم جنت او شرفالدین اشرف یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه له هانګکانګ سره ترسره کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن