کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د پکتیکا ولایت ګمرک کې د برېښنا چمتو کولو لپاره د ۷،۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۶۰ کیلو واټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
د مالیې وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ګمرکونو د عصري کولو او برېښنایي سیسټمونو د فعالولو په لړ کې د ګمرکونو لوی ریاست د پکتیکا ګمرک د برېښنا چمتو کولو لپاره د ۷،۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۶۰ کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
سرچینې زیاته کړې، له دې مخکې په یاد ګمرک کې د برېښنا تولید په موخه له جنراتور څخه ګټه اخیستل کېده چې په میاشتني ډول شاوخوا دوه زره لېتره تېل مصرف کېدل.
سرچینه وایي، د لمریزې برېښنا سیسټم په فعالولو سره له یوې خوا د تېلو په لګښت کې سپما راځي او له بلې خوا د یاد ګمرک په کارونو کې چټکوالی رامنځته کېږي.
د مالیې وزارت زیاتوي، دغه وزارت په دې هڅه کې دی چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګرو او کارکوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اړین تجهیزات او امکانات برابر کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP