ژبه

د کندهار هوایي ډګر کې د یوه نوي ترمینل او وسایطو تم‌ځای جوړولو چارې پیل شوې

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۰۵): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د کندهار نړۍوال هوایي ډګر کې د ۸۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د نوي ترمینل او د وسایطو تم‌ځای جوړولو چارې پیل شوې.</p>

<p style="text-align: justify;">د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي، د یادې پروژې چارې به چې په دوو پړاوونو کې پلي کېږي، د دوه نیمو کلونو په موده بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.</p>

<p style="text-align: justify;">د سرچینې د معلوماتو له مخې، ترمینل به شاوخوا د درې زره کسانو ځایولو ظرفیت ولري او مسافرو ته به ټولې اسانتیاوې پکې برابرې شي.</p>

<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه کې راغلي چې پر یاده پروژه ۸۰۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي.</p>